اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سندھ وزيراعلٰی سيد مراد علي شاه سره ټېليفوني تماس نيولے او په كراچۍ كښې د چاودنې په اړه ئې معلومات ترلاسه كړي او د دوو مېرمنو پشمول د چينائې وګړو او ډرائيور په مرګ ئې د افسوس څرګندونه كړې۔د نهې په ورځ د وزيراعظم مېډيا آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې د سندھ وزيراعلٰی په كراچۍ كښې د چاودنې په اړه د ابتدائي تفصيلات څخه وزيراعظم خبر كړے ۔ دغسې وزيراعظم ژوبل شوو ته د علاج معالجې ښو آسانيو وركولو سپارښتنه كړې۔د سندھ وزيراعلٰی وزيراعظم ته باور وركړے جې د ترهه ګرۍ لعنت خاتمې لپاره به هر ډول مرسته كولې شي۔وزيراعظم ووئيل ترهه ګر د پاكستان دښمنان دي او په اتحاد او اجتماعي هڅو به د هغوي عزائم ناكامه كولې شي
مضمون کا ماخذ : عظیم البینی