اسلام آباد 02جولائي (اے پي پي) د توان وفاقي وزير حماد اظهر وئيلي دي د اېل اېن جي ټرمينل د ډرائي ډاكنګ نه پس د آر اېل اېن جي وركولو 40 فيصده شېډول دوه ورځې وړاندې بحال شو ٬ د ګل تر ورځې به د برېښنا او ګاز صورتحال معمول ته راشي٬ تربېلا ډېم كښې د اوبو زياتېدو سره به په دوو ورځو كښې د برېښنا پېداوار زيات شي، د حکومتي اقداماتو له امله د برېښنا د ترسيل نظام كښې بهتري او ګرځنيده قرض كښې كمے راغلے٬ په ګرځينده قرض كښې په كلنه توګه د 450 اربه روپو اضافه 177 اربه روپو ته راغلې ، پخواني حكومت ټرمينل جوړ كړے٬ سټوريج او د برېښنا د ترسيل نظام ته ئې هېڅ پام نه دے كړے ٬ په راتلونكو 8 كالو كښې به د 26 زره مېګاٶاټ برېښنا منصوبې بشپړې شي، د برېښنا او ګاز په بندېدو سياست كوٶنكي په خپله لمن لګولے شوے داغ د بل په لمن د لګولو هڅې كوي كوم چې د افسوس وړ او بچګانه عمل دے۔ د جمعې په ورځ خبري كنفرنس ته وفاقي وزير ووئيل د شورو په ورځ د اېل اېن جي ټرمينل د ډرائي ډاكنګ عمل پېل شوے او په دې لړ كښې د ګاز د سپلائي متاثره كېدو څخه وړاندې خبرتيا وركړې شوې وه، د جمعې ورځې څخه 40 فيصده آر اېل اېن جي سسټم كښې بحال كړې شوې او دا د شېډول نه دوه ورځې وړاندې شوې٬ دې لپاره د اېس اېس جي سي او كمپنۍ چارواكو شپه او ورځ كار كړے ۔ده ووئېل د بېړۍ د بدلولو كار د جون په 30مه نيټه په كاميابۍ سره بشپړ كړے شوے ٶ ٬ (نن) د خالي په ورځ به 70فيصده اېل اېن جي وركول بحال شي او د ګل په ورځ به د بشپړه بحالي نه پس د برېښنا او ګاز په څانګو كښې بهتري راشي او صورتحال به د معمول لهراشي۔ ده ووئيل د سوئي سدرن ګاز يو فېلډ دوه اوونۍ وړاندې بيا رغونې لپاره بند كړے شوے ٶ ځكه هلته هم د ګاز كمے ٶ٬ درې ورځې وړاندې د مرمت نه پس د ګاز سپلائي بحال كړې شوې او د اتيا نه تر 90 فيصده ګاز د اېس اېس جي سي سسټم ته راځي او كمپني د ګاز زيات كمي سره نه ده مخ ۔ حماد اظهر ووئيل تربېلا ډېم څخه د برېښنا پېداوار د 20 نه تر 25 فيصده په ګنجائش سره وي ٬ د ګليشيئرز نه وېلي كېدو له امله بند ته د اوبو راتګ كم شوے او اوس هلته صورتحال ښه كېږي او هيله لرو چې په يو څو ورځو كښې به د اوبو راتګ معمول ته راشي ۔ حماد اظهر ووئيل دا مهال پېك موسم چلېږي او د ډرائي ډاكنګ او تربېلا بند ته د اوبو راتګ له امله مسئله راپېدا شوې، صورتحال به په يو دوو ورځو كښې ښه شي۔ ده ووئيل د برېښنا او ګاز بندېدو په معامله ځينې خلق سياست هڅې كوي او په خپله لمن لګولې شوي داغونه د بل په لمن د لګولو هڅې كوي دغسې چې ھغوي د دې داغ نه خلاص شي او دا د ھغوي د افسوس وړ او بچګانه عمل دے۔ ده ووئيل يو پخواني وزيراعظم خو تر دې وئيلي دي چې د ګاز مسئله شايد چې په فرنس آئل چلېدونكي پلانټس چلولو لپاره پېدا كړې شوې ٬ دوي ته دا وئيل غواړم چې د آر اېل اېن جي كوم پلانټس چې بند شوے دا مونږ د هېواد په ګاز منتقل كړے ؤ او په فرنس آئل مو نه ٶ چلولے۔ده ووئېل د مسلم ليګ (ن) د دور برعکس د پاکستان تحريك انصاف په حکومت كښې په فرنس ائل ډېر كم پاور پلانټس چلولې كېږي او نزدې په څلورو كښې يوه برخه په فرنس آئل چلېږي او په قلاره قلاره د دې شمېره لا كمېږي، د برېښنا په كهپت كښې سږ كال د 6 نه تر 7 فيصده اضافه شوې او د صنعتي څانګې طلب 15 فيصد زيات شوے ، زمونږ د كال اوسطاً كهپت 16 زره مېګاٶاټ وي او په دې يوه نيمه مېاشت كښې 25 زره مېګاٶاټ ته رسېږي٬ د برېښنا د ترسيل نظام نزدې 24.5 زره مېګاٶاټ دے او دا لا زياتوٶ۔ده ووئېل په تېرو دوو كالو كښې موجوده حكومت د ترسيل نظام ښه كړے او د اتلس زره مېګاٶاټ څخه 24.5 زره مېګاٶاټ ته رسولے شوے٬ په راتلونكي وخت كښې به د ترسيل نظام كښې لس زره مېګاٶات لا زياتوالے وكړو ۔ حماد اظهر ووئيل د برېښنا په نظام كښې ډېرې خرابۍ وې٬ په ماضي كښې پېداوار ته زيات پام نه دے شوے او ترسيل نظام ته خو بيخي چا پام نه ٶ كړے٬ په راتلونكې 8 كالو كښې به د 26 زره مېګاٶاټ برېښنا منصوبې بشپړې شي۔ ده ووئيل آئي پي پيز سره بيا خبرې شوي٬ د ترسيل نظام ښه كړے شوے ، ګرځينده قرض كم كړے شوے ، د فرنس آئل په کھپت كښې ډېر كمے شوے۔ ده ووئيل پخواني حكومت ټرمينلز خو جوړ كړي خو د سټورېج انتظام ئې نه دے كړے۔ ده ووئيل د نارتھ ساٶته ګاز پائپ لائن پحقله د مئي په 26مه نيټه بين الحکومتي لوظنامه شوې او په دې منصوبه به كار په تندۍ سره مخ په وړاندې بوتللے شي۔
د ګل تر ورځې به د برېښنا او ګاز صورتحال معمول ته راشي٬ تربېلا ډیم كښې د اوبو زياتېدو سره به د برېښنا پېداوار زيات شي۔ د توان وفاقي وزير حماد اظهر خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : jogos de raspadinha