ابوظهبي 23 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي اوسنے حكومت آئي ټي، كركېلې، معدنيات، برآمدات، صنعت او نورو څانګو ته د پام ګرځولو سره د خپل معيشت مستحكمولو هڅې كوي، مونږ كچكول مات كړے٬ د نړۍ قامونو په پور اغستو يا مرسته نه په خوارۍ او مينه كولو پرمختګ كړے، په دې جذبه مونږ له د خود انحصارۍ منزل ترلاسه كول دي، پاکستان ??ښې شريكو منصوبو او سرمايه كارۍ له شريكه مرسته پكار ده٬ په تېرو دوه نيمو مياشتو ??ښې د آئي ټي څانګې لپ??ره يو شمېر اقدامات شوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د پاكستان او يو اے اي د آئي ټي كمپنو ترمېنځه د شراکت دارۍ ګردي مېز سيشن ته وېنا ??ښې وكړه۔ په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د دفاع وزير خواجه محمد آصف، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء ﷲ تارړ، د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان هم موجود وٶ۔ و??يراعظم ووئيل د يو اے اي صدر شېخ محمد بن زېد په مشرۍ ??ښې امارات د پرمختګ منزلونه ترسره كوي٬ يو اے اي دا مهال په انفارميشن ټيکنالوجي او مصنوعي زېركتيا ??ښې قائدانه کردار لوبوي او دې سره سره په جديد آئي ټي انفراسټركچر هم جوړوي۔ ده ووئيل د پاكستاني په توګه مونږ لپ??ره دا خوشبينه ده چې د امارات زيرك آئي ټي پروفيشنلز دلته موجود دي او دغسې د پاكستان څخه هم مهارت لرونكې پروفيشنلز موجود دي څوك چې د معيشت بېلا بېلې څانګې ډيجيټائز كولو لپ??ره خدمات ترسره كوي۔ و??يراعظم ووئيل پاكستان د خپلې ودانۍ په سبب چې پ??ښې زياتره ځوانان دي يو شمېر موقعې لري٬ زمونږ د ودانۍ د 60 فيصده وګړو عمرونه د 15 نه تر 30 كالو ترمېنځه دي ۔ و??يراعظم ووئيل په تېرو دوه نيمو مياشتو ??ښې د آئي ټي څانګې لپ??ره يو شمېر اقدامات شوي۔ و??يراعظم ووئيل د كركېلې، معدنيات، انفارميشن ټيکنالوجي پشمول د خپلو ځوانان اختيار منده كولو٬ برآمدات زياتولو، صنعت او نورو څانګو ته پام ګرځولے شوے٬ د آئي ټي پروفيشنلز د معيشت په ټولو څانګو ??ښې ډيجيټائزيشن لپ??ره کردار لوبوي٬ ده ووئېل مونږ دا هڅه كوٶ چې پاكستان ??ښې هم د ډيجيټائزيشن عمل بشپړ شي۔ و??يراعظم ووئيل سباٶن ??ښې به په تېلو او ګاز د انحصار په كولو ځاے ځوانانو ته په تربيه وركولو او ډيجيټل اکانومي ته د ودې وركولو غوندې نان آئل و ګاز اکانومي باندې آدانه وي۔ ده ووئيل د شېخ محمد بن زېد دا وژن دے چې نه يواځې د خام مال امپورټ ايکسپورټ بلكې د خام مال په ويليو ايډډ څيزونو بدلولو سره د دغې برامدات ??ښې د يو اے اي ځانګړے كردار وي او په دې مونږ دوي ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ، دوي د پاكستان عظيم دوستان او مرستيال دي، دوي د خپل عظيم پلار په نقش قدم روان دي څوك چې يو وژنري ليډر ٶ، ده ووئېل د شېخ محمد بن زيد لخوا په معيشت ??ښې راسوتے جدت د ستائنې دے۔ ده ووئيل په دې راٶنډ ټيبل سيشن ??ښې ګډون زما لپ??ره د درناوي خبره ده٬ دا ناتسه د دې خبرې غوښتنه كوي چې د آئي ټي په څانګه ??ښې څنګه هدفونه سر كول دي۔ و??يراعظم ووئيل مونږ د خپل معيشت هيئت بدلولو لپ??ره هڅې كوٶ او مونږ دا عزم لرو چې متحده عرب امارات ??ښې موجود د خپلو وروڼو مرستې څخه به د پاكستان د معيشت هيئت بشپړ بدلوٶ او په جوائنټ وينچرز او د نالج شيئرنګ شراکت دارۍ په بنياد به دا كار كوٶ۔ ده ووئيل د يو اے اي صدر د خپل پلار غوندې تل په سخت وخت ??ښې د پاكستان ملګرتيا كړې، دوي تل د يوې كورنۍ غوندې د پاكستان مرسته كړې٬ مونږ د خپل ورور هېواد څخه پور نه غٶاړٶ بلكې دوي څخه مشتركه سرمايه كاري او مرسته غواړٶ كومه چې د شريكې ګټې لپ??ره وي۔ و??يراعظم ووئېل زمونږ په پروګرام ??ښې د لوړې كچې ووکيشنل ټريننګ او جديد هنر وركول شامل دي دغسې چې زمونږ ځوانان يو اے اي ٬ ابوظهبي او ډبئۍ ??ښې قانوني تقاضې ترسره كولو سره خپلې دفترې جوړې كړي او پاكستان څخه ځوانان خدمات ترسره كړې شي چې ورسره د روزګار موقعې راپېدا شي، اېس اېم ايز سره مرسته اوشي او زه دا خطر په سر اغستو له چمتو يم او د خپلو ملګرو سره په دې څانګه ??ښې مخ په وړاندې تګ لپ??ره چمتو يم ځكه ګټه په توان كېږي۔ ده ووئيل دې مقصد لپ??ره تانيه ادريس او آصف پير د پاکستان اولس لپ??ره خدمات ترلاسه كړي۔ ده باصلاحيت آئي ټي پروفيشنلز ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل دوي د پاكستان سفيران دي، مونږ سره په بېلا بېلو څانګو ??ښې په ماضي ??ښې هم يو اے اي مرسته كړې دغسې اوس هم مونږ د امارات قيادت څخه خواست كوٶ چې د دوي اولس زمونږ د اولس تربيه وكړي۔ په راٶنډ ټيبل سېشن ??ښې د پاکستان او متحده عرب امارات کمپنو ترمېنځه د تفاهم په درېو مهمو يادښتونو لاسليك هم وشو٬ د 800 هولډنګ او انفوټيک ترمېنځه د تفاهم په يادښت لاسليك وشو٬ د انفوټېك او منسيټ ترمېنځه د تفاهم په يادښت هم لاسليك وشو٬ دغسې د لېب ويئر عربيه او مېزون ترمېنځه د تفاهم په يادښت هم لاسليك وشو۔ په دې موقع د آئي ټي څانګې سره تړون لرونكو پاكستانيانو او د امارات كاروباري شخصيات ګډون كولو۔ و??يراعظم په دې موقع پاكستان ??ښې په كاميابۍ سره كاروبار كوٶنكو د اتصالات، دبئي اسلامي بينك پشمول د امارات د بېلا بېلو كمپنو مشرانو ته اېوارډز هم وركړل۔
آئي ټي، كركېلې، معدنيات، برآمدات، صنعت او نورو څانګو ته پام لرنه كېږي٬ كچكول مو مات كړے ٬ د نړۍ قامونو په پور يا مرسته نه په محنت او مينه پرمختګ كړے۔ وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena