وزیراعظم په عمان كښې د ترهه ګرۍ بريد غندنه وكړه، پاکستان سلطنت عمان سره د يووالي څرګندونه او پلټنو كښې د بشپړه مرستې وړانديز كو۔ شهباز شریف


اسلام آباد 16جولائي (اے پي پي) وزیر اعظم محمد شهباز شریف عمان كښې په امام بارګاہ علی بن ابو طالب د ترهه ګرۍ بريد غندنه كولو سره وئيلي چې پاکستان د سلطنت عمان سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوي او پلټنو كښې د بشپړه مرستې وړانديز كوي۔د نهې په ورځ په ایکس خپل يو بيان كښې ده عمان كښې په امام بارګاہ علی ابن طالب د ترهه ګرغ بريد غندنه كړې كوم كښې چې د 4 پاکستانیانو پشمول لوئ ځاني زيان شوې۔ده ووئيل مونږ د ځپليو كورنيو سره د ي ووالي څرګندونه كوو،ما د پاکستان سفارت خانے ته سپارښتنه كړې چې د ژوبل كسانو هر ممكن مرسته وكړې شي او په روغتونونو كښې د ژوبل كسانو په زړه پورې خيال وساتلې شي۔وزیر اعظم ووئيل پاکستان د سلطنت عمان سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوي او پلټنو كښې د بشپړه مرستې وړانديز كوي۔