اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) پاكستان افغانستان كوآپرېشن فورم(پي اے سي اېف) په 30 ټركونو مشتمل 250 ټنه د مرستې سامان افغانستان ته لېږلے دے ۔د زيارت په ورځ 30 ټركونو د غلام خان پولې د لارې افغانستان ته د زلزله ځپليو كسانو مرستې لپاره سامان وړے چې پكښې د خوراك څيزونه٬كمبلې او داروګان شامل دي۔دا مرسته نړيوالې اېن جي او كشمير آرفن رېليف ټرسټ(كے او آر ټي)وركړې۔د كشمير آرفن رېليف ټرسټ چيئرمېن چوهدري محمد اختر د افغانستان لپاره د مستياله قافله چارواكو ته سپارلې ۔د افغانستان د نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي د خارجه چارو مشر مولوي شمس الدين حقيار او نورو افغان چارواكو د قافلے هركلے كړے او د پي اے سي اېف او كے او آر ټي د افغانستان زلزله ځپلو په مرسته ئې مننه وكړه
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ