اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بهټو زرداري سره د نادرا چيئرمېن طارق ملك د زيارت په ورځ ملاقات كړے۔د ملاقات په مهال د نادرا چارو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شوے۔د نادرا چيئرمېن خارجه وزير بلاول بهټو زرداري بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته د نادرا لخوا د وركړے كېدونكو ډيجيټل آن لائن آسانيو څخه خبر كړے۔خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د نادرا ډيجيټل ګورننس اقدامات ستائېلو سره ووئېلې دي د نادرا ډيجيټل ګورننس اقدامات څخه به ګډ ګورننس كښې سپيځلتيا راشي۔خارجه وزير هدايت وكړو چې په پاكستان كښې موجودو سفارتي مشنز ته د سمارټ كارډ ټېكنالوجي د لارې دې د خبرتيا وركړې شي۔دغسې خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د نادرا چيئرمېن د چمن او طورخم په پوله د نادرا جوړ كړي انټیګریټد بارډر مینجمنټ سسټم په اړه هم خبر كړو۔
مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک