د اولياء اکرامو مقصد مينه، امن، همغږي او د برداشت پېغام عام كول دي۔ ګورنر خېبرپښتونخوا


پېښور 13 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي دي د اولياء کرامو مقصد مينه، امن، همغږي او د برداشت پېغام عام كول دي دغسې چې نه يواځې خپلو مينه والو بلكې نړۍ سره اتحاد وكړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده صاحبزادہ سيد مقصود علي همداني او صاحبزادہ سيد مبارک علي همداني آف آستانه عاليه سګھر شريف تله ګنګ سره په خبرو كښې كړې چا چې دوي سره په ګورنر هاٶس پېښور كښې ليدل۔ ګورنر ووئيل تصوف د بېلا بېلو مذهبونو او عقيدو ترمېنځه همغږي او احترام ته وده وركوي كوم چې نه يواځې خپل مېنځ كښې بلكې د مذهبونو همغږۍ مكالمې او د پوهې لاره هواره وي۔په دې موقع د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔

متعلقہ مضامین