اسلام آباد۔2 دسمبر(اے پی ??ی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي وفاقي حك??مت د بلوچستان پرمختګ لپاره اقدامات كوي٬ټولې پرمختيائي پروژې به په ترجيحي بنيادنوو بشپړولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د بلوچستان روغتيا وزير په مشرۍ كښې د بلوچستان څخه راغلې 5 كسيزه پلاوي سره د يوې غونډې مشري كولو په مهال كړې۔په غونډه كښې د بلوچستان د خوراك وزير او د بلوچستان چيف سېكرټري هم ګډون كولو۔په دې موقع وفاقي وزير احسن اقبال د وفاقي حك??مت لخوا د بلوچستان پرمختګ لپاره په شوو اوسنو ??قداماتو رڼا واچوله ٬ ده ووئېل وفاقي حك??مت د بلوچستان پرمختګ لپاره اقدامات كوي او د اربونو ??وپو ماليت پروژې وفاقي حك??مت د بلوچستان پرمختيائي پروژو لپاره بېلې كړي دغسې چې د صوبې پسماندګي لرې كړې شي۔ده ووئيل د پي ټي آئي حك??مت د بلوچستان صوبې پرمختيائي پروژې نظرانداز كړي كومو څخه چې د صوبې پرمختګ ځپلے شوے۔د يادونې وړ ده روان كال اپريل كښې موجوده حك??مت اقتدار كښې د راتللو سره د بلوچستان پرمختګ ته پام لرنه كړې په خاص توګه د سېلاب نه پس صوبه ځپلې شوې۔وفاقي حك??مت د بلوچستان پرمختګ لپاره د وفاقي حك??مت فنډز څخه د ځينې پروژو منظوري هم وركړې۔دغسې په دې مهال صوبائي وزيرانو ?? بلوچستان په پرمختګ كښې په خاص خوښۍ لرلو د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال هڅې وستائېلې