اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم وياند او خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل وئيلي دي مرېم نواز ادارې په نخښه كوي،د جعلي ويډيو آډيو مقصد د احتساب عمل ته زيان رسول دي??دروغ وئيل د هغوې پخوانے كار دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د اطلاعات او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب او د منصوبه بندۍ ، پرمختګ او اصلاحات پارليماني سيکرټري کنول شوزب سره شريك نيوز کنفرنس ته وكړه۔ده ووئيل ??رېم نواز وئيلي وؤ چې زما په لندن كښې څه پاکستان كښې هم جائيداد نشته بيا ئې په دواړو ځايونو كښې جائيدادونه ثابت شول۔ ده ووئيل ??غې کيليبري فونټ معارفي كړے او د محترمې شهيدې بينظير بهټو عكسونه ئې جوړ كړي ۔ده ووئيل ??رېم نواز د رانا شميم نامه اخستې۔ده ووئيل ??غوې د ځينې چينلز د ايډ بندولو خبره كړې ، نن هم هغې د خپلې خوښې چينل د خبريال د پوښتنې ځزاب وركړے ،مرېم نواز دومره بدتميزه ده چې هغې ته دا نه ده معلومه چې د ججانو په اړه څنګه خبره كول دي??هغه وائي په عدليه كښې بېلې ډلې شته ۔شهبازګل ووئيل د شريفې كورنۍ دا پخوانۍ وطيره ده چې خپل پرېس کنفرنس د دروغو څخه پيل ??وي۔د پخواني چيف جسټس ثاقب نثار په جعلي آډيو مرېم صاحبه وائي هغې كښې ځينې ټكي درست دي۔د نجي چينل مننه كوم چې اصل ويډيو ئې راوېستلي چې ورسره آډيو فيبريکيټ کړے شوې ۔ده ووئيل د هغې پلار هم په قرآن پاك لاس اېښودلو سره سياست له راغلے ؤ او دا د دغه كورنۍ پخوانے كار دے۔كه د هغې کيلبري فونټ دروغ ثابت شوي نه ؤ نو شايد چ?? نن د هغې خبره منلې شوې وه ۔ده ووئيل دوي د اول څخه دروغ وائي كله چې هم څه خبره كوي دروغ وائي،بايد دوې له په دروغو وئيلو سزا وركړے شي