کوئټه 12 مئي (اے پي پي) د بلوچستان په مستونګ ښار كښې د چاٶدنې په نيتجه 25 كسان مړه او د سېنېټ دوهم چيئرمېن مولانا عبدالغفور حېدري پشمول 35 كسان ژوبل شوي دي ۔ چاٶدنه كښې د مولانا عبدالغفور حېدري ګاډې تباه شوې او پكښې مولانا عبدالغفور حېدري لږ ژوبل شوے دے۔ د جے یو آئي (ف) لارښود مولانا عبدالمالك له مخې مولانا عبدالغفور حېدري سول روغتون مستونګ ته منتقل كړې شوې۔ د شخصي ټي وي راپور له مخې مستونګ كښې د سېنېټ دوهم چیئرمېن مولانا عبدالغفور حېدري قافله كوئټې ته راوانه وه چې د مستونګ په شېخاں كلي كښې قافلې سره نزدې چاٶدنه وشوه چې په ترڅ كښې ئې 25 كسان مړه او د سېنېټ دوهم چيئرمېن مولانا عبدالغفور حېدري پشمول 35 كسان ژوبل شول۔ پوليس له مخې قافله كښې نورو ګاډو ته هم زيان رسېدلې۔ مولانا عبدالغفور حېدري او نور زيات ژوبل شوي كسان سي اېم اېچ روغتون ته رسولي شوي۔ ځائي پولیس له مخې د جمعې په ورځ مولانا عبدالغفور حېدري د مد??سې د يو پروګرام كښې د ګډون نه پس روان ٶ چې چاٶدنه وشو د چاٶدنې نه پس د مرستې كاروائۍ روانې دي۔ امنيتي ځواكونو سيمه محاصره كړې او د لټون عمليات ئې پېل كړې دي۔
مستونګ كښې د سېنېټ دوهم چيئرمېن مولانا عبدالغفور حېدري قافلې سره نزدې چاٶدنه ٬25 كسان مړه او د دوهم چيئرمېن پشمول 35 كسان ژوبل
مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا