اسلام آباد،نیویارک۔22ستمبر(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي د افغانانو منجمد شوې اثاثو پرانستلو سره به د افغانستان بشري بحران څخه وتلو كښې مرسته ترلاسه شي۔ مسؤولانه چلند د طالبانو په خپله ګټه دے. هندوستان پاكستان كښې بې ثباتي غواړي ، زمونږ په ضد ئې د افغانستان خاوره كارولې۔ د خارجه دفتر لمخې خارجه وزير د شورؤ په ورځ نيويارك كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 76 مې غونډې په موقعه فارن پرېس اېسوسي اېشن سره ورچوئل ملاقات كولو۔ هغه ووئيل د افغانستان وضعه مخ په بدلېدو ده۔ نړيواله ورورولي له طالبانو څخه ځينې تمې لري او د ځينو حلقو خيال دا دے چې د طالبانو موجوده مشرتابه ته اجتماعت ترلاسه نه دے۔ زما د خيال لمخې افغانستان كښې طالبان مشرتابه پراختيا پلو روانه ده او دې كښې د افغانستان نور قوميتونه هم شاملولې شي۔ هغه ووئيل د امريكائي مشرتابه لمخې افغانستان كښې د هغوي مشن پايې ته رسېدلے دے۔ د هدفونو ترسره كېدو نه وروستو افغانستان څخه د غېر ملكي پوځونو وتل يوه سمه پرېكړه وه۔ د شاه محمود قرېشي وېنا وه چې هندوستان پاكستان كښې بې ثباتي غواړي۔ هندوستان زمونږ په ضد د افغانستان خاوره كارولې او ددې نه رد كېدونكي ثبوتونه مونږ نړۍ ته وړاندې كړې دي۔ هغه ووئيل مونږ منطقه كښې امن او استحكام غواړؤ۔ هند په كشمير كښې په 5 اګست 2019 يو اړخيزه ګامونه پورته كولو سره صورتحال لا پېچلې كړو۔ خارجه وزير ووئيل د افغانانو منجمد شوې اثاثو پرانستلو سره به د افغانستان بشري بحران څخه وتلو كښې مرسته ترلاسه شي۔ نړيواله ورورولۍ په دې نازك او تاريخ پړاؤ كښې افغانان بايد يوازې نه پرېږدي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان كابل څخه د بېلو هېوادونو سفارتي عملې او وګړو په مخفوظ توګه وتلو كښې بشپړه مرسته وكړه ولې د بده مرغه د پاكستان د مثبتو هڅو قدر ونكړے شو
د افغانانو منجمد شوې اثاثو پرانستلو سره به د افغانستان بشري بحران څخه وتلو كښې مرسته ترلاسه شي۔ مسؤولانه چلند د طالبانو په خپله ګټه دے. خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania