اسلام آباد 22 اکتوبر(اے پي پي) د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ او د مينځني ختيز چارو خاص استازے او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي سعودي عربستان ته تللے ۔د جمعې په ورځ په جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئېلي دي پاكستان او سعودي لازواله اړيكې لري۔ګرين پاكستان ٬ ګرين مېډل ايسټ او د سعودي پروژې نړۍ لپاره ډالۍ دي ۔ده ووئيل د سعودي دورې بلنه د سعودي ولي عهد د پاكستان وزيراعظم له وركړې وه٬ دغسې وزيراعظم به په ګرين ممېډل ايسټ كنفرنس كښې ګډون كوي۔وزيراعظم به د سعودي ولي عهد او د سعودي نورو مشرانو سره ملاقات هم كوي۔ده ووئيل وزيراعظم به د رسول پاك صلی الله عليه وآله وسلم د روضې زيارت هم كوي او به عمره هم ادا كوي۔د يادونې وړ ده حافظ محمد طاهر محمود اشرفي د وزيراعظم د پلاوي برخه دے او وزيراعظم به(سبا)سعودي ته ځي
د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ او د مينځني ختيز چارو خاص استازے حافظ محمد طاهر محمود اشرفي سعودي عرب ته لاړ
مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ