وزيراعظم آئي ايم او سره مرسته قوي كولو لپاره د حكومت د عزم پخلے وكړو٬ بليو اکانومي ته ترجيح وركوٶ۔ وزيراعظم شهباز شريف


اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف انټرنيشنل ميري ټائم آرګنائزيشن (آئي اېم او) سره مرسته قوي كولو لپاره د خپل حكومت د عزم پخلي كولو سره وئيلي حکومت بليو اکانومي ته د اقتصادي پرمختګ د تګلارې د مركزي ستن په توګه ترجيح وركوٶ، زمونږ هڅو او د نړيوالو شراكتدارو مرستې سره به د نړۍ په سمندري نقشه د پاكستان اهميت لا زيات شي۔ ده دا خبره د انټرنيشنل ميري ټائم آرګنائزيشن (آئي اېم او) سيکرټري جنرل آرسينيو انتونيو ډومنګيوز ويلاسکو سره كړې چا چې دوي سره د زيارت په ورځ ملاقات كولو۔ د وزيراعظم آفس پريس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د سيکرټري جنرل ويلاسکو هركلے وكړو او آئي اېم او سره مرسته قوي كولو لپاره يۍ د حكومت د عزم پخلے وكړو٬ ده فشريز او سمندري تجارت ته پراختيا وركولو٬ سمندري وسائل لټولو، د سمندر غاړې سېلګرۍ ته وده وركولو او شپ بريکنګ انډسټري ته وده وركولو كښې د پاكستان خوښي ښكاره كړه۔ وزيراعظم ووئيل حکومت بليو اکانومي ته د اقتصادي پرمختګ د لائحې د مركزي ستن په توګه ترجيح وركوي۔ ده سرمايه كاري راغب كولو او فشريز او د شپ بريکنګ څانګه مخ په وړاندې بوتللو لپاره د جديد ټېكنالوجۍ په معرفي كولو او د خاص سرمايه كاري سهولت كونسل (اېس آئي اېف سي) په کردار رڼا واچوله۔ وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې د دې هلو ځلو د لارې او د آئي اېم او او د نړيوالو شراكتدارو په مرسته به د نړۍ په سمندري نقشه د پاكستان اهميت لا زيات شي۔ وزيراعظم شهباز شريف سمندري اخراج كمولو له په نړيوالو هڅو كښې برخه اچولو لپاره د نړيوالو شراكتدارو او آئي اېم او سره په ګډه د پاكستان د كلك عزم تجديد وكړو٬ د آئي اېم او سيکرټري جنرل د وزيراعظم په مشرۍ او معاشي پرمختګ لپاره خپل بحري وسائلو څخه ګټه پورته كولو او په نړيوال ميري ټائم کميونټي كښې كردار لپاره د پاكستان د فعاله كردار ستائنه وكړه۔ ده نړيوالې سمندري ورورولۍ كښې د پاكستان د فعاله ګډون اعتراف وكړو او تل پاتې پرمختګ لپاره مرسته زياتولو له ئې د آئي اېم او لخوا د ملاتړ جاري ساتلو باور وركړو

متعلقہ مضامین