اسلام آباد۔25 اکتوبر(اے پی پی) په ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا و ائرس 5 زره 812 ټېسټونه وكړې شول۔ د نهې په ورځ د اېن آئي اېچ لخوا د جاري شويو شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال په ګرد هېواد كښې په مجموعي توګه 5 زره 812 ټېسټونه وكړې شول په كومو كښې چې د 30 كسانو ټېسټونه مثبت راغلل او دغسې د مثبت ټېسټونو شرح 0.52 فیصده پاتې شوه۔ بلخوا د تېرو 24 ساعتو په مهال د دې وائرس د لاسه بل كوم رنځور په حق نه دے رسېدلے بياهم د 44 رنځورانو حالت اندېښمن ښودلے شوے دے۔
مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ