اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) د نشه اي توكو مخ نيوي وزارت سينئر جوائنټ سېكرټري سبینو سکندر جلال په ټولنه كښې د نشه اي توكو لعنت خاتمې لپاره د اجتماعي هڅو او د مېډيا د لارې اولس كښې د زياتې نه زياتې خبرتيا راپیدا كولو په ضرورت زور راوړے ۔ده دا خبره د جمعې په ورځ د انفارمېشن سروس اكېډمۍ٬د اطلاعات او خپرونو وزارت تر سيوري لاندې د نشه اي توكو استعمال او قاچاق مخ نيوي په عنوان راجوړ كړي سېمينار ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔په دې موقع د انفارمېشن سروس اكېډمۍ ډي جي سعيد جاوېد او د قامي خبري اژانس ادارې اے پي پي ايګزېكټو ډائرېكټرې عديله رباب كاظمي هم وېنا وكړه۔سمينار ته د انفارمېشن ګروپ تربيه ترلاسه كوونكو افسرانو د نشه اي توكو مخ نيوي په اړه خپل خپل پريزينټېشنز وركړل۔ سبینو سکندر جلال ووئيل د انفارمېشن افسران په مېډيا كښې د نشه اي توكو لعنت مسئلې رامخې ته كولو سره د دې مخ نيوي كښې ښه كردار ادا كولې شي۔ده ووئيل نشه اي توكي كارول د څو كلونو راهسې زمونږ د سوسائټۍ برخه جوړه شوې او په ټوله نړۍ كښې د كم او زيات د 435 بلين ډالره نشه اي توكي غېر قانوني كاروبار كېږي او پرمختللې هېوادونه د دې مخ نيوي لپاره په اربونو ډالره خرڅ كوي۔ده ووئيل د نشه اي توكو مخ نيوي ښه طريقه دا ده چې د دې طلب كم كړے شي او دې سره سره د دې مضر اثرات په اړه خبرتيا هم راپېدا كړی شي۔په دې موقع د اے پي پي اېګزېكټو ډائرېكټر عديله رباب كاظمي د جج په توګه وظيفه ترسره كولو سره په مقابله كښې د برخه اخستونكو د تقريرونو جاج واخست او د كاميابو شوو اعلان ئې وكړو. هغې كاميابو شوو ته مباركي وركولو سره ووئيل دوي دې تل په خپلو وېناګانو كښې د مصدقه شمېرو حواله وركوي. په دې موقع د انفارمېشن سروسز اكېډمې ډي جي سعيد جاوېد د ګډون كوونكو مننه كولو سره پوزيشن ترلاسه كوونكو ته مباركي وركړه
د نشه اي توكو مخ نيوي لپاره د شريكو هڅو او د مېډيا د لارې د خبرتيا ضرورت دے۔د نشه اي توكو مخ نيوي وزارت سينئر جوائنټ سېكرټري سبینو سکندر جلال په انفارمېشن سروس اكېډمۍ كښې سېمينار ته وېنا
مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2