اسلام آباد/حافظ آباد۔12مارچ(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو ووزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان به د اتوار په ورځ په حافظ آباد كښې تاريخي اولس غونډې ته خطاب كوي٬ حافظ آباد كښې ميډيا سره خبرو كښې وزير مملكت ووئيل چې د تېر وخت واكمنو په بهر هېوادونو كښې د اربونو روپو پراپرټۍ جوړې كړې۔ ده ووئيل د بې باورۍ تحريك به ناكامه شي۔ ده زياته كړه چې مخالفه ډله په هېواد كښې اړې ګړې غواړي۔ ده ووئيل په تېر وخت كښې په پاكستان كښې 400 ډرون بريدونه وكړې شول ولې د دې په مقابله كښې وزيراعظم عمران قام چاته سر ټيټولو ته پرې نه ښودلو۔ ده ووئيل دا مهال ګرده نړۍ افراط زر سره مخ ده۔ د تېلو نړيوالو بيعو كښې د اضافې باوجود حكومت د پېټروليم مصنوعاتو بيعې ټيټې كړې۔ فرخ حبيب ووئيل په بېلو معاشي مسئلو قابو موندلو سره هېواد په سم لوري مخ په وړاندې روان دې او چا چې د بې باورۍ قرارداد جمع كړې دې هغه ټول بدعنوانه دي۔
د تېر وخت واكمنه طبقه په ملي ګټو ذاتي ګټو ته ترجيح وركوي٬ فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن