د اپوزيشن په يو بل اعتماد نه دې پاتې شوے، شهباز شريف او فضل الرحمان ته به د سر پټولو ځائ په لاس ورنه شي، ن ليګ او پيپلز ګوند د څلور ډويژنو ګوندونه پاتې شوي دي. د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن خبري كانفرنس ته وېنا


لاهور 05 مارچ (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د اپوزيشن په يو بل اعتماد نه دې پاتې شوے، د 48 ساعتونو په ځائ 72 ساعتونه تېرېدونكي دي خو د اپوزيشن د عدم تحريك كوم درك معلوم نه شو، شهباز شريف او فضل الرحمان ته به د سر پټولو ځائ په لاس ورنه شي، ن ليګ او پيپلز ګوند د څلور ډويژنو ګوندونه پاتې شوي دي، پيپلز ګوند دې د حكومت بدلولو په ځائ د زرداري كورنۍ نه ګوند بېرته واخلي، د بلاول نه پوښتنه كول غواړم چې د دوي وزيراعظم به څوك وي؟ داسې معلومېږي چې اته ساعته به شهباز شريف، اته ساعته به فضل الرحمان او اته ساعته به آصف علي زرداري وزيراعظم وي، ټول اتحاديان مونږ سره دي. ده دا خبرې د خالي په ورځ خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. په دې موقع د تعليم او وظيفائي تربيې وفاقي وزير شفقت محمود هم موجود وو. د اطلاعاتو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې حكومت مستحكم دے، د بلاول بهټو لانګ مارچ ته به په پېنډې كښې هركلې وايو، كه ده سره د شپته اويا كسانو مارچ د مېچ په مهال راغلو نو بيا هم كومه ستونزه نه ده، مونږ به دوي ته كېبن وركړو او د پي ټي آئي په فنډ به په دوي چائې هم وڅښو. ده ووئيل چې د مارچ په 22مه نېټه د او آئي سي د خارجه وزيرانو كانفرنس كېدونكې دے، په وړومبي ځل د پاكستان خارجه پاليسي په پاكستان كښې سل فيصده دننه جوړېږي. اروپا او امريكې سره زمونږ اړيكې ښه كېږي. ده ووئيل چې د پېښور په پېښه ډېر خفه يو، زمونږ په زړونو قيامت تېر شو، ټول قوم د ترهګرې په ضد يو موټې دے. د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې په پاكستان كښې 24 كاله پس كركټ بحال شوے، مونږ غواړو چې اپوزيشن په نړيواله كچه كومه داسې اشاره ورنه كړي چې ورسره آغېز ئې په كركټ وشي. ده ووئيل چې عمران خان د اسلامي امت او پاكستان ليډر دے، سږ كال د مارچ په 22مه نېټه د او آئي سي د خارجه وزيرانو كانفرنس كېدونكې دے، تر اوسه 29 خارجه وزيرانو په كانفرنس كښې د ګډون تصديق هم كړے دے. سږ كال به د مارچ په 23مه نېټه د ټول اسلامي امت او اروپائي هېوادونو پشمول د مهمو هېوادونو خارجه وزيران پاكستان سره ولاړ وي. چوهدري فواد حسېن ووئيل چې مونږ په متوازن پالېسې باور لرو، د روسيې او يوكرېن په شخړه زمونږ دريځ واضح دے، دا تاثر ردوو چې ګني وېسټرن بلاك سره زمونږ اړيكې خرابې شوې. وزيراعظم عمران خان روسي ټي وي چېنل سره په مركه كښې خپله پاليسي واضحه كړې وه. په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان استازي منير اكرم هم په خپله وېنا كښې وئيلي دي چې بايد جنګ ختم شي او د مذاكراتو د لارې د ستونزو حل راويستلې شي. ده ووئيل چې پاكستان د جنګ ملاتړ نه كوي، د مذاكراتو د لارې د ستونزو حل غواړي. وفاقي وزير ووئيل چې د پېښور په پېښه ډېر خفه يو، د ترهګرې په ضد ټول قوم يو موټې دے، ده ووئيل چې كله هم په پاكستان كښې نړيوال كركټ پېل شي نو داسې پېښې رامېنځ ته كېږي، د پېښور په پېښه ټويټونه د هندوستان نه كېدل چې پكښې به د آسټراليا د كركټ بورډ ټېګ كولې شو. ده ووئيل چې مونږ په چا تور نه لګوو خو د هند حكومت خپل هغه 65 فيصده خلق هم يرغمال كړي دي كومو چې مودي ته ووټ نه دے وركړے. ده ووئيل چې پاكستان امن ته تيار دے، د كشمير مسئلې حل ضروري دے. وفاقي وزير ووئيل چې اپوزيشن به ناكامې سره مخ كېږي، تحريك انصاف د عمران خان په مشرې كښې يو موټې دے، ټول اتحاديان به د وزيراعظم عمران خان ملګرتيا كوي. يوازې تحريك انصاف د ټول هېواد سياسي ګوند دے كوم چې د اولس ستونزې حل كولې شي.

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس