پېنډې 19فروری (اے پي پي﴾ د هوابازې وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي چې په دې وخت كښې حكومت په څرګنده تحريك عدم اعتماد او د اپوزيشن د لانګ مارچ په شان معاملو سره مخ دے خو حكومت د اپوزيشن نه كومه مسئله نه لري، اصل مسئله د ګرانې ده او ګراني نړيواله مسئله ده، د خالي په ورځ په خپل سېكرټرېټ كښې اوونيز خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وفاقي وزير ووئيل چې اپوزيشن، ن ليګ او پي ډي اېم انتشار سره مخ دے، اپوزيشن اسټېبلېشمنټ سره د ډيل هڅې كوي خو پېنډې او اسلام آباد په يو پېج دي، د سرلښكر په موده كښې پراختيا د حكومت او اپوزيشن شريكه پرېكړه وه، د آرمي چيف په موده كښې د پراختيا په اړه به هغه پرېكړه كولې شي كومه چې د قوم په ګټه وي. وفاقي وزير غلام سرور خان ووئيل چې اپوزيشن د درې كلونو نه د عدم اعتماد او لانګ مارچ كولو سره د حكومت له مېنځه وړلو خبرې كوي، اوس هم پي ډي اېم او پي پي پي د لانګ مارچ اعلان كړے خو سره د دې وزارتونو د خپلې كاركردګۍ معيار په ځائ ساتلې. ده ووئيل چې اپوزيشن خو د استعفٰي اخستلو او وركولو دعوې كړې وه، د دوي د دهرنو به اولس ته د تكليف رسېدو نه زيات هېڅ ګټه ونه شي.
حكومت د اپوزيشن نه كومه مسئله نه لري، اصل مسئله د ګرانې ده. د هوابازې وفاقي وزير غلام سرور خان
مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد