اسلام آباد 17 اګست(اے پی پی)د آزاد كشمير نوې ټاكلي صدر بېرسټر سلطان محمود چوهدري وئيلي دي په نړيواله كچه به د كشمير لپاره كار كوم٬د آزاد جمو كشمير د صدر چوكۍ لپاره په ننومولو د پاكستان وزيراعظم عمران خان مننه كوم۔مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل تحريك انصاف د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې متحد او منظم دے٬ د تحريك انصاف په آزاد جمو كشمير كښې د ګروپ بندۍ ډنډوره كوونكي ناكامه شوي۔ده ووئيل د آزاد كشمير صدر چوكۍ سنبهالولو نه پس به د كشمير مسئلې حل لپاره زيات موثر كردار ادا كوم
مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada