اسلام آباد۔20مئی(اے پی پی) پاكستان د اسلامي جمهوريه ايران د صدر ډاکټر سید ابراهیم رئیسي او خارجه وزير حسېن امیر عبد اللهیان د چورلكې پېښه كښې د شهادت په دړدېدلي پیښه د اسلامي جمهوريه پاكستان حكومت او اولس لخوا غمرازي ښكاره كړې۔ د خارجه دفتر لخوا د ګل په ورځ جاري شوي د غمرازۍ پېغام كښې ووئيل شول مونږ په دې سخت وخت كښې د اسلامي جمهوريه ايران اولس سره د زړه له كومي غمرازي كوؤ۔ خارجه دفتر په خپل بيان كښې زياته كړه چې زمونږ دعاګانې د شهيدانو غمجنيو كورنيو او د اسلامي جمهوريه ايران اولس سره دي او د غم په دې وخت كښې مونږ خپلو ايراني ورونړو سره د يووالي څرګندونه كوؤ۔ د بيان له مخې صدر ډاکټر سید ابراهیم رئیسي او خارجه وزير حسین امیر عبد اللهیان د احترام وړ لارښود وو۔ د پاكستان او ايران اړيكې او سميه ايزه همكاري مضبوطولو له به د هغوي خذمات تل ياد ساتلے شي۔ هغوي دوه اړخيزه اړيكې مستحكمولو لپاره تېره مياشت د پاكستان دوره كړې وه ۔ خارجه دفتر په خپل بيان كښې دا هم ووئيل اسلامی جمهوریه پاکستان ایران سره ملګرتيا او مرسته لا پياوړې كولو له د خپل لوظ پخلے كوي۔
پاكستان د ايران صدر ډاكټر سيد ابراهيم رئيسي ٬ خارجه وزير امير عبد اللهیان د چورلكې په پيښه كښې په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه
مضمون کا ماخذ : estratégias dupla sena