اسلام آباد 16نومبر(اے پي پي) خارجه چارو لپاره د قومي اسمبلۍ د قائمه كمېټۍ غونډه (نن) د شورو په ورځ كېږي۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ لمخې د خارجه چارو قائمه كمېټۍ دا غونډه به د خارجه وزارت جمشيد ماركر هال كښې كېږي۔ د غونډې مشري به د قائمه كمېټۍ چيئرمېن ملك محمد احسان الله ټوانه كوي۔په غونډه كښې به د خارجه وزير په شمول د كمېټۍ غړي او اړوند چارواكي ګډون كوي۔ په غونډه كښې به په 7 او 8 اكتوبر د شويو غونډو د منټس توثيق سره سره د كمېټۍ په سفارشاتو د عملدرآمد جاج اخستلې شي۔ په غونډه كښې به د افغانستان اوسني صورتحال پشمول په افغانستان كښې استحكام راوستلو لپاره د نړيوالې ورورولۍ په كردار هم غور كولې شي۔ په دې غونډه کښې به په هند کښې د مسلمانانو په ضد د کرکې او تاؤتریخوالي د مخ په زیاتېدونکو پېښو په افشا کولو کښې د پاکستان د رول هم جاج اخستلے شي۔(
مضمون کا ماخذ : quina acumulada