اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان به ﴿نن﴾ د زيارت په ورځ د سي پېك د مهمې پروژې 600 كے وي د مټياري نه تر لاهور د ټرانسميشن لائن پرانسته كوي. د وزيراعظم دفتر لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې دستوره به په اسلام آباد كښې كېږي چې پكښې به وزيراعظم عمران خان د خاص مېلمه په توګه ګډون كوي. د يادونې وړ ده چې د مټياري نه تر لاهور 886 كلوميټره اوږد ټرانسميشن لائن د 4 زره مېګاواټ برېښنا رسولو صلاحيت لري، دې لپاره 1973 ټاور جوړ كړې شوي دي. د پروژې ټېسټنګ ترسره كړے شوے او دا د برېښنا رسنې لپاره تياره ده. وزيراعظم عمران خان به د پرانستې دستورې ته وېنا هم كوي.
مضمون کا ماخذ : بہت سے نتائج