اسلام آباد۔14نومبر (اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ سمندر پ??ې پاكستانيانو ته د خپلو پیسو د روشن ډيجيټل پاكستان اكاؤنټ د لارې د منتقل كولو ترغيب وركولو سره وئيلي دي د ترسيلات زر په قانوني او خوندي توګه منتقل كول د هېواد پرمختګ لپاره ډېر مهم دي٬ اوورسيز پاكستاني وګړي دې پاكستان كښې سرمايه كاري وكړي ٬ حكومت به دوئي سره هره ممكنه مرسته كوي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ سره د نعمان مصطفی په مشرۍ كښې د اوورسیز پاکستانو وګړو پلاوي ملاقات وكړو۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان زمونږ قيمتي اثاثه دي٬ د هېواد په معيشت كښې دوئي مهم كردار لري۔ ده ووئيل د اوورسيز پاكستانيانو ترسيلات زر په قانوني او خوندي توګه منتقل كول د هېواد پرمختګ لپاره ډېر مهم دي٬ د روشن ډيجيټل پاكستان اكاؤنټ د لارې د رقوم منتقل كول يوه خوندي لاره ده چې كارولو سره يۍ د هېو??د معيشت پياوړې كولو كښې كردار ترسره كېدے ??ي۔ ده ووئيل سمندر پورې پاكستاني وګړي دې پاكستان كښې سرمايه كاري وكړي ٬ حكومت به دوئي سره هره ممكنه مرسته كوي۔ ده ووئيل د اوورسيز پاكستاني وګړو د سرمايه كارۍ او جائيداد حفاظت د حكومت ذمه واري ده ٬ په دې كښې به هېڅ قسم بې غوري ونه كړې ??ي۔ ده ووئيل د سمندر پورې پاکستانیانو د حقونو تحفظ ته حكومت اول پام لرنه كوي
د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ سمندر پرې پاكستانيانو ته د خپلو پیسو د روشن ډيجيټل پاكستان اكاؤنټ د لارې د منتقل كولو ترغيب
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لائیو ڈرا