اسلام آباد۔4دسمبر (اے پی پی)د وفاق المدارس العربيه پاكستان مركزي لارښودو مولانا مفتي محمد تقي عثماني، مولانا انوار الحق، مولانا محمد حنيف جالندھري او نورو د سيالکو?? پېښه په کلکه غندلې او دا ئې د سخت افسوس وړ ګرځولې ده۔ هغوي ووئيل توهين رسالت او توهين مذهب ډېر سخت جرم دې، خو د تورنو ثبوتونه بايد همداسې قوي وي. د خالي په ورځ په خپل مشتركه بيان كښ?? د ??فاق المدارس مشرانو ووئيل هی??ا ته اجازه نه ورکول کېږي چې قانون په خپل لاس کې واخلي۔ هغوي ووئيل د توهين رسالت مخنيوي په شمول د نورو قوانينو نفاذ او د عدل او انصاف مثالي نظام ددې ډول پېښو مخنيوي يوازينۍ ل??ره ده۔ هغوي غوښتنه وكړه چې د دې پېښې دې بشپړه پلټنې وكړې شي او مجرمانو ته دې عبرتناكه سزا وركړې شي۔ د وفاقي المدارس مشرانو د سري لنكا حكومت ٬ اولس او د وژلي شوي غمجنې كورنۍ سره په دې پېښه د افسوس څر??ندونه هم وكړه۔
د وفاق المدارس العربيه د سيالكوټ پېښې غندنه
مضمون کا ماخذ : امکان ہے کہ میگا سینا