اسلام آباد 05 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې پاکستان د خپلواكۍ حق په سپېځلې هلو ځلو كښې بشپړه عزم او اتحاد سره خپلو كشميري وروڼو خوېندو سره ولاړ دے، وخت راغلې چې نړۍ په مقبوضه کشمير كښې د بشري حقونو د سنګين خلاف ورزو نوټس واخلي ۔ د خالي په ورځ د كشمير يواولي ورځې په موقع خپل سيريز آف ټويټ كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل په كشمير كښې د بې پرې استصواب رائې اهتمام د نړيوالې ورورولۍ ذمه واري ده٬ په نړيوالې ورورولۍ لازمه ده چې د مقبوضه جمو و کشمير د اولس ناوړه حالت او د هند رياستي او ظالمانه عسكري قبضې څخه آزادۍ كښې د هغوي خوښي نظر انداز نه كړي۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان د خپلواكۍ حق په سپېځلې هلو ځلو كښې بشپړه عزم او اتحاد سره خپلو كشميري وروڼو خوېندو سره ولاړ دے۔ هغه ووئيل د مودي د جبر او په تشدد اډانه فسطائي پاليسۍ هم په مقبوضه جمو و کشمير كښې د كشميري اولس د مزاحمت روح د پښو لاندې كولو هڅو كښې ناكامه شوې ده۔
پاکستان د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو په سپېځلو هلو ځلو كښې كشميري اولس سره سم ولاړ دے ، وخت راغلې چې نړۍ په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د روانو سنګينو خلاف ورزو نوټس واخلي۔ وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ