اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم وياند او خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل وئيلي دي مرېم نواز ادارې په نخښه كوي،د جعلي ويډيو آډيو مقصد د احتساب عمل ته زيان رسول دي،دروغ وئيل د هغوې پخوانے كار دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د اطلاعات او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب او د منصوبه بندۍ ، پرمختګ او اصلاحات پارليماني سيکرټري کنول شوزب سره شريك نيوز کنفرنس ته وكړه۔ده ووئيل مرېم نواز وئيلي وؤ چې زما په لندن كښې څه پاکستان كښې هم جائيداد نشته بيا ئې په دواړو ځايونو كښې جائيدادونه ثابت شول۔ ده ووئيل هغې کيليبري فونټ معارفي كړے او د محترمې شهيدې بينظير بهټو عكسونه ئې جوړ كړي ۔ده ووئيل مرېم نواز د رانا شميم نامه اخستې۔ده ووئيل هغوې د ځينې چينلز د ايډ بندولو خبره كړې ، نن هم هغې د خپلې خوښې چينل د خبريال د پوښتنې ځزاب وركړے ،مرېم نواز دومره بدتميزه ده چې هغې ته دا نه ده معلومه چې د ججانو په اړه څنګه خبره كول دي،هغه وائي په عدليه كښې بېلې ډلې شته ۔شهبازګل ووئيل د شريفې كورنۍ دا پخوانۍ وطيره ده چې خپل پرېس کنفرنس د دروغو څخه پيل كوي۔د پخواني چيف جسټس ثاقب نثار په جعلي آډيو مرېم صاحبه وائي هغې كښې ځينې ټكي درست دي۔د نجي چينل مننه كوم چې اصل ويډيو ئې راوېستلي چې ورسره آډيو فيبريکيټ کړے شوې ۔ده ووئيل د هغې پلار هم په قرآن پاك لاس اېښودلو سره سياست له راغلے ؤ او دا د دغه كورنۍ پخوانے كار دے۔كه د هغې کيلبري فونټ دروغ ثابت شوي نه ؤ نو شايد چې نن د هغې خبره منلې شوې وه ۔ده ووئيل دوي د اول څخه دروغ وائي كله چې هم څه خبره كوي دروغ وائي،بايد دوې له په دروغو وئيلو سزا وركړے شي
مرېم نواز ادارې په نخښه كوې، د جعلي ويډيو آډيو مقصد د احتساب عمل ته زيان رسول دي،د خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل د وزير مملکت فرخ حبيب او پارليماني سيکرټري کنول شوزب سره نيوز کنفرنس
مضمون کا ماخذ : sorteos میگا سینا