اسلام آباد11اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان په خاص اقتصادي زونز كښې د زمكې وركړې، د برېښنا او ګاز كنكشن شتون او د ټېكس اسانيو په اړه د هر ډول ممكنه اقداماتو امر كړے. د ګل په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې په خاص اقتصادي ځايونو كښې د چينائي سرمايه كارو د اسانيو په اړه غونډه وشوه. غونډې ته په خپله وېنا كښې وزيراغظم عمران خان ووئيل په پاكستان كښې صنعتي پرمختګ ګړندي كولو لپاره د سرمايه كارې ضرورت دے. بهرنۍ سرمايه كاري به زياتېدونكې آبادې لپاره د روزګار موقعې راپېدا كولو له مرستياله ثابته شي. دغسې وزيراعظم اړوند چارواكو ته په خاص اقتصادي ځايونو كښې د زمكې وركړې، د برېښنا او ګاز كنكشن شتون او د ټېكس مراعاتو په اړه د هر ډول ممكنه اقداماتو كولو امر وكړو چې دغسې زياتې چينائي كمپنې په پاكستان كښې سرمايه كاري وكړي او اقتصادي ځايونه زر فعاله كړے شي. وزيراعظم ته ووئيل شول په هېواد كښې ټول 27 خاص اقتصادي ځايونه دي او په دې په تندې سره كار روان دے. په هر يو اقتصادي ځائ كښې د چينائي سرمايه كارو ستونزې حل كولو لپاره موثره ون ونډو آپرېشن سهولت او په سي پېك اتهارټۍ كښې هم يو سهولت مركز جوړولې شي.
وزيراعظم عمران خان په خاص اقتصادي زونز كښې د زمكې وركړې، د برېښنا او ګاز كنكشن شتون او د ټېكس اسانيو په اړه د هر ډول ممكنه اقداماتو امر وكړو
مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil