اقوام متحدہ۔14اپرېل(اے پی پی) پاكستان د ملګرو ملتونو د امن مشنز په ضد بريدونو كښې په رامخې ته شوي زياتوالي خپله اندېښنه ښكاره كولو سره غوښتنه كړې ده چې د ګردې نړۍ په حساسو ځايونو خپل خذمات وړاندې كوؤنكو د ملګرو ملتونو امن مشنز اهلكارو تحفظ او سلامتيا باوري كولو له دې ګامونه پورته كړې شي۔ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دوهم مندوب عامر خاان تېره ورځ په پیس کیپنګ آپرېشنز د سلامتی کونسل ورکنګ ګروپ ته ووئيل د تېرو 6 لسيزو په مهال مونږ د 160 امن پوځي اهلكارو قرباني وركړې ده كومو كښې چې 3 تېر كال په حق رسېدلې دي۔ هغه د امن مشن اهلكارو په ضد بريدونو او د هغوي مرګونو كښې د زياتوالي حواله وركولو سره په ملګرو ملتونو زور راوړو چې د امن اهلكارو تحفظ باوري كولو او په دوئي د ترسره كېدونكو برېدونو مخنيوې به كول وي۔ دغسې په دوئي د بريدونو منصوبه بندۍ كښې ككړ كسانو له به انصاف سره هم مخ كول وي۔ هغه په دې موقعه د امن اهلكارو تحفظ باوري كولو او سلامتيا له ځينې سفارشات هم وړاندې كړل۔ هغه ووئيل دې سره سره پاكستان جموں وكشمير كښې د لائن آف كنټرول نګراني كوؤنكي د ملګرو ملتونو د امن مشنز یونائټېډ نېشنز ملټری آبزرور ګروپ ان انډیا اېنډ پاکستان( یو اېن اېم او جی آئی پی) هم هركلے كوي او په متنازعه سيمو كښې دامن په ځائې كولو له د یو اېن اېم او جی آئی پی مهم كردار ته د قدر په سترګه ګوري۔
د ګردې نړۍ په حساسو ځايونو خپل خذمات ترسره كوؤنكو د ملګرو ملتونو امن مشنز اهلكارو تحفظ او سلامتيا باوري كولو له دې ګامونه پورته كړې شي۔ پاكستان
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نتائج