اسلام آباد۔6جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي حكومت جاپان سره د اړيكو لا پراخا كولو عزم لري٬ جاپان پاكستان لپاره سترو ډونر هېوادونو كښې شم??رلې شي٬ پاكستان كښې ?? ګاډو صنعت د زرګونو په شم??ر خلقو ته روزګار وركړې دې٬ د دوه اړخيزه تجارت ودې په لاره كښې ولاړ خنډان به لرې كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ جاپاني سرمايه كارو سره خبرو كښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل جاپان چې د اولني لويې جنګ نه وروستو څنګه پرمختګ كړې دې د ستائنې وړ دې ، جاپانې اولس زياته خواري كولو سره د پرمختګ له پړاؤنو څخه تېر شوې دې٬ د جاپان د خلكو د كاروباري اصولو د پياوړي معيار څخه خبر يم٬ جاپان تل د سياسي تړون نه لرې د پاكستان مرسته ??ړې ده ، جاپان د پاكستان په نزدې ملګرو كښې شم??رلې شي٬ د 90 لسيزې پورې زيات شم??ر جاپاني كمپنيو په پاكستان كښې كار كولو ، په كال 2016 كښې سوزوكي كمپنۍ سره مثبتې خبرې وشوې٬ پاكستان كښې ?? ګاډو صنعت د زرګونو په شم??ر وګړو ته روزګار وركړې دې٬ جاپان په مهمو منصوبو كښې د پاكستان مرسته ??وي او د جاپان لخوا په تېرو اوو لسيزو كښې 13 ډالره رقم پاكستان ته ??ركړې شو۔ ده ووئيل د پاكستان او جاپان ترمينځه اړيكو ته د پراختيا وركولو عزم لرؤ او د تجارت د ودې په لاره كښې ولاړ ټول خنډان به لرې كولې شي۔
حكومت جاپان سره د اړيكو لا پراخه كولو عزم لري٬ د وزيراعظم جاپاني سرمايه كارو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : اولمپس کے خدا