اسلام آباد 22 مارچ (اے پي پي) د تهنك ټېنك انسټي ټيوټ اف پيس اېنډ ډوېلپمنټ ﴿انسپاډ﴾ صدر ډاكټر محمد طاهر تبسم د او آئي سي د خارجه وزير د كانفرنس هركلې كولو سره وئيلي دي چې كشمير او فلسطين شخړو حل لپاره قرارداونه كافي نه دي، د عملي هڅو كولو ضرورت دے، يوازې په قراردادونو ستونزې نه حل كېږي، عملي كولو لپاره د حكمت عملې ضرورت هم وي، په سوريه او روهنګيا كښې دې د مسلمانانو قتل عام بند كړے شي، بايد د سعودي، يمن، تركيې او اېران ترمېنځه د تاٶ تريخوالي موثر حل ولټولې شي. په يو بيان كښې ده غوښتنه وكړه چې د او آئي سي د خارجه وزيرانو كانفرنس دې د كشمير او فلسطين د مسئلو تر حل هند او اسرائل سره د تجارتي او سماجي اړيكو د قطع كولو پرېكړه وكړي. ده ووئيل چې په عراق، مصر، لېبيا، كوېت او افغانستان كښې به دومره تباهي نه كېده كه په دې لړ كښې عملي هڅې شوې وې.
مضمون کا ماخذ : فا فا فا ۔