اسلام آباد 29 دسمبر (اے پي پي) پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ وئيلي دي سږ كال د پاكستان او چين ترمېنځه د اړيكو 70 سالګره ده٬ د كرونا وبائي چېلنج باوجود سي پېك منصوبې لويه كاميابي ترلاسه كړې ٬ سږ كال زمونږ د دواړو هېوادونو د پام مركز سي پېك ٶ۔ د شورو په ورځ د سي پېك وړومبي پړاٶ كښې د غوره کارکردګۍ مظاهره كوٶنكو 27 پاكستانيانو كاركنانو او اهلكارو ته د اېوارډ وركولو دستورې ته خپلې وېنا كښې سفير ووئيل د اكتوبر په 26مه نيټه د چين صدر شي جن پنګ وزيراعظم عمران خان سره د ټېلي فوني تماس په مهال د سي پېك منصوبې په شريكه سر ته رسولو لپاره د عزم څرګندونه كړې چې له مخې ئې به د كركيلي، ډيجيټل اکانومي او د اولس د ژوند معيار ته وده وركولې شي او دې څخه به ځائي اولس بشپړه استفاده كوي۔ ده ووئيل دواړو مشرانو د صحت ٬ صنعت٬ تجارت٬ د ډيجيټل او ګرېن كوريډروز جامع جوړولو لپاره د خپل عزم پخلے كړے دغسې چې سي پېك د بېلټ اېنډ روډ انېشي اېټو د لوړ معيار پرمختګ لپاره د يوې عملي منصوبې په توګه جوړ شي۔ ده ووئيل د جے سي سي لسمه غونډه په كاميابۍ سره شوې او د سباون د مرستې لارې ئې متعين كړې٬ د انفارمېشن ټېكنالوجۍ صعنت لپاره د يو بل وركنګ ګروپ ئې اضافه كړې چې ورسره د د مرستې د پراخه امكانات لټولې شوي ۔ سفير ووئيل وزيراعظم عمران خان سي پېك ته ډېر اهميت وركوي او د سي پېك مسئلو جامع حل لپاره ئې د چين او پاكستان اړيكو له سټېئرنګ كمېټي جوړه كړې ۔ ده ووئيل د سرمايه كارۍ سهولت لپاره ئې د سي پېك خاص ويزه پاليسي معرفي كړې٬ حفاظتي اقدامات قوي كولو لپاره ئې يو غېر ملكي د قامي سلامتي سېل جور كړے چې ورسره د سي پېك په پرمختګ لپاره نور باور راپېدا كړے شوے۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو د شريكو هڅو څخه د مټياري لاهور ټرانسمېشن لائن پاکستان د اے سي – ډي سي پاور ګرډ يو نوي پراؤ ته رسولے ، کروټ هائيډرو پاور پراجيکټ اوبه ذخيره كول پېل كړي او د ګوادر ټېكنيكل اېنډ ووكېشنل انسټي ټيوټ مكمل شوے
سږ كال د پاكستان او چين ترمېنځه د اړيكو 70 سالګره ده٬ د كرونا وبائي چېلنج باوجود سي پېك منصوبې لويه كاميابي ترلاسه كړې ۔ د چين سفير نونګ رونګ
مضمون کا ماخذ : como jogar na loteria