د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي پنجګور كښې د پوليس په موبائل د ډزو غندنه وكړه ٬ شهيد سب انسپکټر شکيل احمد ته پيرزوئنې


اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په پنجګور كښې د پوليس په موبائل د ډزو پېښي غندنه كړې ده۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ډزو په نتيجه كښې شهيد شوي سب انسپکټر شکيل احمد ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د شهيد كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړه۔د كورنييو چارو وزير محسن نقوي ووئيل سب انسپکټر شکيل احمد د فرائض نر سره كولو په مهال شهيد كړے شوے۔ده ووئيل شهيد انسپکټر شکيل احمد قربانۍ ته سلام كوو، زمونږ ټولي همدردۍ د شهيد كورنۍ سره دي۔

متعلقہ مضامین