اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د جهلم نه تر لله روډ دوه مخې كولو لپاره د 13 اربه روپو د ماليت پروژې په منظورولو د وزيراعظم عمران خان، د پنجاب وزيراعلٰی عثمان بزدار، د منصوبه بندې وفاقي وزير اسد عمر او د خزانې وزير شوكت ترين مننه كړې. په خپل يو ټويټ كښې وفاقي وزير ووئيل چې د دې پروژې په نتيجه كښې به د منډي بهاٶالدين، جهلم، سرګودها او د خوشاب د خلقو قسمت بدل شي او د پرمختګ نوے دور به پېل شي.
مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو