بره دير 20 جولائي (اے پی پی) وزيراعظم محمد نواز شريف د زيارت په ورځ د 8.5 كلوميټره اوږد لواري ټنل رسمي پرانسته وكړه۔وزيراعظم د ټنل پھ داخلي لاره فيته پرې كولو سره د دې تاريخي پروژې پرانسته وكړه۔په دې موقع وزيراعظم سره د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا٬د وزيراعظم صلاحكار او د پاكستان مسلم ليګ(ن)صوبائي صدر امير مقام٬د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر او د مسلم ليګ(ن)صوبائي عمومي سېكتر مرتضٰی جاوېد عباسي او د وزيراعظم د سول ايوي اېشن صلاحكار سردار مهتاب احمد عباسي٬د مسلم ليګ(ن)لارښود پير صابر شاه او د نېشنل هائي وے اتهارټۍ اعلٰی چاروكي هم موجود وو۔د اېن اېچ اے چيئرمېن شاهد اشرف تارړ وزيراعظم ته د دې پروژې په اړه بريفنګ وركړو۔ده ووئيل لواري ټنل د نوښار٬مردان٬مالاكنډ او چكدره چترال د نېشنل هائي وے په اېن 45 جوړ كړی شوې او د دې ټنل اوږد والې 8.5 كلوميټره دے۔د لواري ټنل د پروژې پي سي ون له مخې په پروژه 27 اربه روپۍ خرڅ شوي ٬پروژه كښې د 8.5 كلوميټره او د 1.9 كلوميټره 2 سرنګونه٬ 35 كلوميټره رابطه سړكونه او 12 پلونه شامل دي٬د پروژې ترسره كېدو سره به د چترال اولس د هېواد نورو برخو سره زمكيزه رابطه د 5 مياشتو په ځاې پوره كال بحال وي٬ دغسې خلقو د وزيراعظم محمد نواز شريف په حق كښې نعرې ووهلې۔د يا دونې وړ ده د دې پروژې د پي سي ون لګښت 27 ارب روپۍ دے٬وزيراعظم محمد نواز شريف څلور كاله وړاندې دې پروژې ته پام وكړو او په دې سخته پروژه يې عملدرآمد پېل كړو۔د ټنل جوړیدو نه وړاندې به 5 مياشتې د سخت موسم له امله د چترال سيمې رابطه د هېواد سره منقطع شوه او ځايې خلق به سختو ستونزو سره مخ شول۔د دې خبرې كرېډېټ اوسني حكومت ته ځي چې د لواري ټنل لويه او سخته پروژه يې پھ ترجيحي بنيادونو ترسره كړه۔دې پروژې سره دا لرې پرته سيمه هم په قامي چوكاټ كښې شامله شوه۔دې سره به ځايې صنعت وده وكړي او د خلقو آمدن به زيات شي۔په دې سيمه كښې ډېر معدنيات شته او خاص اهميت لري۔د پروژې ترسره كېدو سره به د سخت سفر نه هم نجات ترلاسه شي او ټول كال لپاره به دا لار ه پرانستې وي۔دې سره به سېلګري هم وده وكړي۔د وزيراعظم محمد نواز شريف په لار ښونه كښې په ټول هېواد كښې د لويو لارو د پراختيا او رغونې لړۍ په كال 2013م كښې پیل شوې او په كاميابۍ سره روانه ده۔د 12 اربه روپو د لويو لارو پھ پروژو كار روان دے۔دې سره نه يوازې د پاكستان بلكې د ټولې منطقې معاشي سباؤن تړون لري۔د سي پیك پروژې له مخې د خنجراب نه تر ګوادر د موټروېز او هائي وېز يو پراخا نېټ ورك جوړولې شي۔دې سره به پاكستان د سيمه ايز تجارت مركزي حېثيت اختيار كړي۔
وزيراعظم محمد نواز شريف د 8.5 كلوميټره اوږد لواري ټنل رسمي پرانسته وكړه
مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ