اسلام آباد ۔ 4 جولائی (اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ (ن) لارښودو وئيلي وزیراعظم به د خپلې كاركردګۍ په بنياد خپله آئيني او جمهوري موده ترسره كېدو څخه وروستو د اولس عدالت ته ځي۔ د اولس عدالت به د كال 2018 په ټول ټاكنو كښې هم د نواز شريف په حق كښې پرېكړه وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د پاكستان مسلم ليګ (ن) سناتور نجمه حميد ٬ اېم اېن اے طاهره اورنګزېب ٬ سيما جېلاني ٬ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو قائمه كمېټۍ ملك ابرار احمد اے پي پي سره خپلو خصوصي خبرو كښې وكړه۔ سناتورې نجمه حميد ووئيل زمونږ د مشرتابه لمنه پاكه ده۔ په تېرو دورونو كښې هم د شريف كورنۍ سخت احتساب شوې۔ ولې د يوې پېسې دكرپشن ثبوت هم ترلاسه شوې نه دے۔ د قامي اسمبلۍ غړې طاهره اورنګزېب ووئيل د كومې ورځې څخه چې وزيراعظم خپله چوكۍ سنباله كړې عمران خان بې بنسټه تورونه پېل كړي دي۔ او سره ددې دروغو او بې بنسټه تورونو ده ته هېڅ هم ترلاسه شوې نه دي۔ دې ووئيل د جے آئي ټي په اړه د تحفظاتو سره هم وزيراعظم ددې كاروائي روانه ساتلې۔ او خپل ځامن ئې بهر څخه پاكستان ته راوبلل او دوئي ته ئې احتساب ته د وړاندې كېدو هدايت وكړو۔ د كشمير او ګلګستان بلتستان چارو قائمه كمېټۍ چيئرمېن ملك ابرار احمد ووئيل زمونږ سياستي مخالفين خو سياسي مېدان كښې مونږ ته ماتې راكولې نه شي ځكه دوئي د غلا لارې لټوي۔ دې ووئيل عمران خان د بې بنسټه تورونو نه غېر هېڅ نه لري۔ ده ووئيل د غېر جمهوري قوتونو سازشونه ناكام كولو له به ټولو سياسي ګوندونو له يو موټې كېدل وي۔
وزیراعظم به د خپلې كاركردګۍ په بنياد خپله آئيني او جمهوري موده ترسره كېدو څخه وروستو د اولس عدالت ته ځي
مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم