اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي) د توان وفاقی وزیر انجینئرخرم دستګیر خان وئيلي دي چې موجوده حکومت په هېواد كښې 5063 میګاواټه نوي برېښنا سسټم كښې شامل كړې ده، وزیراعظم محمد شهبازشریف 1263میګاواټه پرانسته كړي دغسې د پخواني حکومت مجرمانه غفلت کولو سره دا منصوبه د تاخیر ښکار شوي۔ د ګل په ورځ پرېس کنفرنس کولو سره خرم دستګیر ووئيل د تھر سكرو څخه 1980میګاواټه برېښنا پیداوار پيل شوې كوم چې د هېواد په تاريخ كښې يوه لويه كاميابي ده۔ده ووئيل شنګھائی الیکټرك،کروټ او کراچۍ كښې هم د برېښنا پیداوار منصوبي پيل شوي كوم څخه به چې د برېښنا پیداواری صلاحیت زيات شي۔ ده ووئيل ایران څخه تر جیونی ګوادر د برېښنا لائن منصوبه پيل شوي ، تھر مټیاری ټرانسمیشن لائن بشپړولو سره چلولې شوي۔ وفاقی وزیر ووئيل سکھی کناری ،لاهور نارتھ ټرانسمیشن لائن د بنياد تيګه كېښودلې شوي۔ خرم دستګیر ووئيل تير دورحکومت كشې د هېواد د تاريخ لويه ګرځنده قرضه وه ، موجوده حکومت په دور كشې په هغې كښې كمې شوي۔ده ووئيل سی 5 نیوکلیئر پاور پلانټ لوظنامه لاس ليك شوي او شمسی توان منصوبو لپاره هم فریم ورك جوړ شوې د كوم به چې نوي راروان حكومت ته ګټه وشي۔
موجوده حکومت په هېواد كښې 5063 میګاواټه نوي برېښنا سسټم كښې شامل کړي۔خرم دستګیر
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کی پیشن گوئی