اسلام آباد ۔25نومبر (اے پی پی) د ټولو پارلماني ګوندونو د ق??مي اسمبلۍ غړو په لائن آف كنټرول د هندي جارحيت په سختو ټكو غندنه كولو س??ه په حكومت زور راوړے چې د كشمير مسئله بايد د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې پورته كړې شي٬ بهر سفارتخانو او هائي كمشنز كښې دې كشمير ډېسك جوړكړې شي او د هند د هر جارحيت دې بشپړ ځواب وركړےې ??ي۔ نړيواله ورورولي دې د كشمير مسئلې هواري له د فريق كردار ترسره كړي۔ هند پاكستان سره خبرې كول نه غواړي۔ په دې وضعه كښې د دوه اړخيزه خبرو اترو د لارې د مسئلې هوارے ممكن نه دے۔ د کشمیر په اړه خارجه پالېسۍ ته دې بيا كتنه وكړې ??ي۔ د جمعې په ورځ د ق??مي اسمبلۍ غونډه كښې د هند لخوا په لائن آف كنټرول د جارحيت څخه په پېدا شوې وضعه بحث كښې د جے یو آئی (ف) غړې نعیمه کشور ووئيل د هندي جارحيت بايد ټوله نړۍ غندنه وكړي۔ د كشمير مسئلې حل كولو نه غېر امن نشي راتلې ۔ د اېم كيو اېم د ق??مي اسمبلۍ غړي بحث كښې ووئيل د هند جارجيت د غندنې وړ دے۔ په دې وضعه كښې بايد وزيراعظم خپل كردار ترسره كړې۔ د مسلم لیګ (فنکشنل) د ق??مي اسمبلۍ غړي غوث بخش مهر بحث كښې ووئيل وزیراعظم جدي ګامونه پورته كوي۔ مسئله ډېره لويه ده۔ يواځنې حل ئې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل غونډې رابللو له هڅې كول دي۔ د جماعت اسلامی پارلیمانی لارښود طارق اللہ ووئيل هندي ظلمونه انتها ته رسېدلي ٬كه هند له مو سم ځواب ورنكړو نو تاريخ به مونږ معاف نه كړي
كشمير مسئله بايد د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې پورته كړې شي
مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔