پېنډۍ ۔19ستمبر(اے پی پی) مصر كښې كېدونكي پوځي مشق “برائټ سټار 2021” كښې د پاکستان وسله والو ځواکونو ګډون وكړو۔ د آئي اېس پي آر لخوا د اتوار په ورځ د جاري شوي پرېس ريليز لمخې د پاكستان درې واړ و وسله والو ځواكونو ډلو د كال 2009 نه وروسته په اولني ځل ملټي نېشنل پوځي مشق برائيټ سټار 2021 كښې ګډون كړے دے كوم چې د مصر په محمد نجيب ملټري بېس وكړې شول۔ د مشق د پايې دستوره هم په دغه بېس وكړې شوه۔ پوځي مشق كښې د مصر ، امریکا ، پاکستان ، سعودی عرب ، اردن ، قبرص ، عراق ، بحرین ، سوډان ، مراکش ،کینیا ، اطاليا ، سپېن ، برطانیه ، یونان ، کویت ، متحدہ عرب امارات ، تیونس ، نائیجریا ، تنزانیہ او د فرانس په شمول 20 هېوادونو پوځي ډلو ګډون وكړو۔ دا پوځي مشق برائټ سټار كال 1980څخه پرله پسې كېږي۔ نجینئر انچیف لیفټېننٹ جنرل معظم اعجاز د مصر چیف آف سټاف لېفټننټ جنرل محمد فرید او ایئر کمانډر محمد عباس حلمی سره هم ملاقات وكړو۔
مصر – پوځي مشق “برائټ سټار 2021” كښې د پاکستان وسله والو ځواکونو ګډون٬ آئي اېس پي آر
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا