اسلام آباد۔24 جون(اے پی پی) د سنی اتحاد کونسل غړي غلام محمد لالي وئيلي دي د غزه مظلومو فلسطينيانو مرستې لپاره دې په پارليمنټ كښې يو فنډ جوړ كړے شي او د دې خبرې جاج دې واغستلے شي چې مونږ په كوم ډول د هغوي مرسته كولې شوو ، د او آئی سی په شمول ګرده اسلامي نړۍ د فلسطيني مظلومانو په مرسته كولو كښې ناكامه راغلې۔ د ګل په ورځ په بجټ 25-2024ء بحث كښې ده ووئيل د غزہ ماشومان ٬ مشران او مېرمنې ټول د يوې مودې څخه ستونزو سره مخ دي ٬ څوك هم د هغوي مرسته كوؤنكي نشته۔ ده ووئيل په اسلامي نړۍ كښې مو دومره كمزوري كله نه وه ليدلې ٬ او آئي سي په دې لړ كښې كوم كردار ترسره كولو كښې ناكامه راغلے۔ ده ووئيل مونږ له به پروردګار له ورتلل وي او مونږ له به د خپل دې كردار حساب وركول وي۔ ده ووئيل د غزه د مسلمانانو مرستې له دې په قامي اسمبلۍ كښې يو فنډ جوړ كړے شي او د دې جاج دې واغستلے شي چې مونږ څنګه د هغوي مرسته كولې شوو۔ ده ووئيل د ګنو كرونده ګرو ته د ملز مالكان د ډېرې مودې څخه ادائيګي نه كوي۔ ده غوښتنه وكړه چې د فيصل آباد سړكونه ٬ او نور پرمختيائي كارونه دې بشپړ كړے شي۔
د غزه مظلومو وګړو مرستې لپاره دې پارليمنټ كښې يو فنډ جوړ كړے شي ٬ غلام محمد لالي
مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا