اسلام آ??اد 23 دسمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزیر سناتور اسحق ډار سره د نړيوال بانك پلاوي د كنټري ډائرېكټر پچاموتهو اېلان ګوان په مشرۍ كښې ليدلي دي ۔د ملاقات په مهال د نړيوال بانك مجوزه ډوېلپمنټ پاليسۍ د كرېډټ فار ګروته جاج واخست۔ د خزانې وزير د بېلا بېلو پاليسي اقداماتو او د نړيوال بانك په معاونت د بېلا بېلو پروژو د عملدرآمد د وضعې جاج واخست۔ وفاقي وزير د منصوبو عملدرآمد په رفتار د اطمينان څرګندونې سره د نړيوال بانك لخوا د پاكستان د مرستې ستائنه وكړه ۔ په دې موقع دواړو ډلو اصلاحاتي عمل په ګړندې كولو صلاح راغله چې ورسره به نظام كښې اقتصادي فعاليت او سپېځلتيا راشي ۔د نړيوال بانك كنټري ډائرېكټر د حكومت لخوا په بېلا بېلو څانګو كښې د پېل شوو اصلاحاتو ستائنه وكړه ۔ ملاق??ت كښې د اقتصادي چارو ډويژن سره د خزانې وزارت او نړيوال بانك چارواكي هم موجود وو
د خزانې وفاقي وزیر سره د نړيوال بانك پلاوي وليدل
مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔