اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي)د پاكستان مسلم ليګ(ن)پارلماني ګوند د پخواني وزيراعظم محمد نوازشريف مشري او پالېسي ستائېلو سره د دې عزم څرګندونه كړې چې د ده په پالېسو او پروژو به عمل كولو لپاره په بشپړه ډول هڅې جاري ساتلې شي٬پاكستان مسلم ليګ(ن)به د آئين بالادستۍ لپاره د چين د ديوال پشان كردار ترسره كوي او په راتلونكو ټول ټاكنو كښې به د خپلې كاركردګۍ او داولس د خذمت په بنياد په څلورو واړو صوبو كښې بشپړه كاميابي ترلاسه كوي٬ دا خبرې د مسلم ليګ(ن)د پارلماني ګوند په غونډه كښې په منظور شوي قرارداد كښې شوي دي كومه چې د ګل په ورځ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې د وزيراعظم په دفتر كښې وشوه٬د پارلماني ګوند غړو د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف مشري او د هغه پالېسي په بشپړه توګه ستائېلې او د دې عزم څرګندونه يې كړې چې د ده پالېسۍ او پروژې عملي كولو لپاره به په بشپړه توګه هڅې جاري ساتلې شي۔په قرارداد كښې وئېلي شوي دي چې پاكستان مسلم ليګ(ن)د هېواد تر ټولو لويې سياسي ګوند دې او د دې ګوند پالېسو پاكستان د اقتصادي او معاشي تباهۍ٬د بدتره لوډشېډنګ او د ترهه ګرۍ څخه ايستلو سره د پرمختګ او خوشحالۍ او د امن او استحكام په لار روان كړې۔د هېواد په تاريخ كښې د توان په څانګه كښې تر ټولو لويه سرمايه كاري ممكنه كولو سره د روښانه پاكستان بنياد كېښودلې شوې۔د سي پېك د لارې د پاكستان د روښانه سباؤن ضمانت وركړې شوې٬د قرارداد له مخې پاكستان مسلم ليګ(ن)به د هېواد خوشحالۍ سباؤن٬امن او د اولس د حكمرانۍ سفر په هر قيمت جاري ساتي۔د سي پیك په پروژو به عمل روان ساتلې شي او په وخت به ترسره كولې شي۔د پارلماني ګوند د غونډې نه پس په جاري شوي خبر پاڼه كښې وئېلې شوي دي چې ګوند محسوسوي چې يو څو مايوسه سياستدانان پھ جمهوري مېدان كښې د بيا بيا ماتې نه مايوسه كېدو سره په هېواد كښې د قامي ادارو ترمينځه د اختلاف د لارې خپل ناوړه سياسي مقاصد ترلاسه كول غواړي۔دوي به په هېڅ صورت كاميابۍ ته پرې نه ښودلې شي۔غونډه محسوسوي چې پاكستان كومو چېلنجونو سره مخ دې د دې مقابله يوازې د قوي جمهوريت٬د قانون حكمرانۍ او د اولس د حاكميت حق د احترام د لارې كېدې شي۔په تېر وخت كښې پاكستان د دې اصولو څخه مخ اړولو سره لويې قيمت ادا كړې٬پاكستان مسلم ليګ(ن) به د آئين بالادستۍ لپاره د چين ديوال كردار ترسره كوي او په راتلونكو ټول ټاكنو كښې به د خپلې كاكردګۍ او د اولس د خذمت په بنياد په بشپړه توګه پھ څلورو واړو صوبو كښې كاميابي ترلاسه كوي
د آئين سرلوړۍ لپاره به د چين ديوال په ډول كردار ترسره كوو٬په راتلونكو ټول ټاكنو كښې به د خپلې كاركردګۍ او د اولس د خذمت په بنياد په څلورو واړو صوبو كښې بشپړه كاميابي ترلاسه كوو
مضمون کا ماخذ : را کی کتاب