اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) د افغانستان د لارې د تركمانستان څخه تر پاكستان او هند ګاز پ??ئپ لائن د تركمانستان په حدود كښې تعمير بشپړ شوې٬د بنياد تېګه به (نن) د جمعې په ورځ سرحدي ښار سرحت آباد كېښودلې شي۔د بنياد تېګې اېښودلو دستورې نه پس به د غړو هېوادونو پاكستان٬هند٬افغانستان او تركمانستان رهبر كمېټۍ غونډه به ماري سټي كښې كېږي۔ د انټرس??ېټ ګاز سسټم پرائيوېټ لمېټډ منيجنګ ډائرېكټر مبين صولت څوك چې د تاپي منصوبې ترمخه دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه غونډو كښې ګډون له تركمانستان كښې دے٬اے پي پي ??ره په خپلو خبرو كښې ووئيل چې د دې پروژې په اړه دا يو تاريخي او مثبت پړاو دے د ??وم?? به چې ښه نتيجې ترلاسه شي۔ ده ووئيل كمپنۍ د مارچ 2017 ر??هيسې د فرنټ اينډ انجينئرنګ ډيزائن هلې ځلې پېل كړي دي او تراوسه په تاپي پروژه عملدرآمد په لړ كښې ګڼ اقدامات شوي۔ ده ووئيل دې پروژې ??ره به پاكستان ته ارزان اندهن او توان وركول باوري كړې شي چې ور??ره به د هېواد سماجي او اقتصادي پرمختګ لا تند شي۔ د منصوبې ترمخه 56 انچ قطر 1680 كلوميټر اوږد پائپ لائن به غزولې شي۔ د دې پائپ لائن د لارې به د تركمانستان څخه د ورځې 3.2 ارب كيوبك فټ ګاز وركولې شي۔ منصوبه به تر 2020 بشپړ شي۔ د پروژې لپاره آسيائي پرمختيائي بانك مالي مرسته كوي۔ د پروژې څخه به پاكستان او هند ته 1.325 ارب كيوبك فټ٬افغانستان له 0.51 ارب كيوبك فټ ګاز وركړې شي
د افغانستان د لارې د تركمانستان څخه تر پاكستان او هند د ګاز پائپ لائن د تركمانستان په حدود كښې تعمير بشپړ شوې
مضمون کا ماخذ : اسلام آباد لاٹری