د يو اېن اېچ سي آر افغان كډوالو سره د يووالي څرګندونه٬ د څلورو لسيزو څخه د زياتې مودې راهسې د كډوالو په كوربتوب د پاكستاني اولس او حكومت ستائنه


APP22-270624 ISLAMABAD: June 27 - UNHCR's Goodwill Ambassador Ms. Mahira Khan in a group photograph with participants who perform traditional dance during a seminar on "World Refugee Day-2024" organized by UNHCR. APP/SMR/MAF/TZD

اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د څلورو لسيزو څخه د زياتې مودې راهسې د كډوالو په كوربتوب د پاكستاني اولس او حكومت ستائنه كړې ٬ يو اېن اېچ سي آر اعتراف وكړٶ چې پاكستان پخپله چېلنجونو سره مخ دے ځكه د هېواد فراخدلي د نړيوالو ذمه وارو وېشلو سره تړل پكار ده ٬ د كډوالو نړيواله ورځ د ملګرو ملتونو لخوا په ګرده نړۍ كښې كډوالو ته پېرزوئنو وړاندې كولو لپاره لمانځلې كېدونكې نړيواله ورځ ده چې پكښې د دوي طاقت او همت ته پېرزوئنې وړاندې كېږي څوك چې د شخړو يا د ظلم او جبر څخه بچ كېدو لپاره د خپلو آبائي كورنيو څخه په كډه كولو مجبور دي٬ د يو اېن اېچ سي آر د ګلوبل ټرينډز رپورټ له مخې تر مئي كال 2024 ګرده نړۍ كښې په زبردستۍ د كډه كوٶنكو شمېره 120 مېليونه ته رسېدلې چې پكښې نزدې 43 فيصده كډوال دي٬ د افسوس وړ خبره دا ده چې بې كوره كېدونكو زياتره كسانو كښې نزدې د 40 فيصده عمرونه د 17 كالو يا د دغې نه كم دي٬ كوم چې د ځوانانو په ژوند ژور اثرات پرېباسي ٬ د كال 2024 نړيوال تهيم ” كډوالو سره د يووالې څرګندونه او د دې حل” عكاسي كولو له په اسلام آباد كښې كډوالو ته پېرزوئنې وړاندې كولو او د دوي د كوربتوب كوٶنكو وروروليو د تل پاتي فراخدلۍ ستائنې كولو له دستوره وشوه چې پكښې د سېفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام، د يو اېن اېچ سي آر د قامي خېرسګالۍ سفيرې ماهره خان نه علاوه د حکومت او د سول سوسائټي نورو غړو ګډون وكړو ۔ په پاکستان كښې د يو اېن اېچ سي آر استازي فلپ کينډلر ګرده نړۍ كښې په زبردستۍ د بې دركه كېدونكو كسانو په شمېره كښې په زياتوالي د تشويش څرګندونه كولو سره د دوي استقامت ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ په دې موقع وفاقي وزیر انجينئر امير مقام په هېواد كښې د افغان كډوالو په كوربتوب كښې د پاكستان په مالي چېلنجز رڼا واچوله او د نړيوالې ورورولۍ د فراخدلانه ملاتړ ئې هم ذكر وكړو٬ خو ده زور روارو چې نړيوال پام په كمېدو دے او يووالے جاري ساتل ضروري دے ۔ د یو اېن اېچ سي آر د خېرسګالۍ سفيرې ماهرہ خان كډوالو سره د اودرېدو د اجتماعي عزم په تجديد زور رواړو٬ دې ووئيل راځې چې دا خبره باوري كړو چې په ګډه كار وكړو او هر بې كوره كس ته تحفظ او عزت سره تر خپل كور وئېلو ځاے ته رسنه ترلاسه وي