اسلام آباد 01 فروري(اے پي پي) په پاكستان كښې د اروپائي ائتلاف سفيرې اينډ رولاكامينارا د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په درناوي كښې د ماسخښتن مېلمستياﺀ وركړې چې پكښې د اروپائي ائتلاف هېواونو سفيرانو په ګڼ شمېر كښې ګډون كړے۔د اروپائي ائتلاف سفيرې اينډرولا كامينارا په ګډون كولو د خارجه وزير شاه محمود قرېشي مننه كړې ۔ دغسې خارجه وزير د اروپائي ائتلاف سفيرې مننه كولو سره ووئيل پاكستان اروپائي ائتلاف سره دوه اړخيزه اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ده ووئيل د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه د ستراتېژېكي شراكتدارۍ لوظ نامې څخه دوه اړخيزه تجارت او اقتصادي اړيكې پراخا شوي۔شاه محمود قرېشي ووئيل اروپائي ائتلاف سره د پاكستان د برآمدات په حجم كښې اضافه زمونږ د دوه اړخيزه مرستې د ودې عملي څرګندونه ده۔ده ووئيل په افغانستان كښې د اقتصادي او بشري الميي مخ نيوي او افغانانو ته بشري مرستې وركولو لپاره د اروپائي ائتلاف هڅې د ستائنې وړ دي۔ده ووئيل پاكستان د افغانستان پشمول په ټوله منطقه كښې د امن لپاره هڅې روانو ساتلو له عزم لري۔
په پاكستان كښې د اروپائي ائتلاف سفيرې د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په درناوي كښې د ماسخښتن مېلمستياﺀ
مضمون کا ماخذ : پھل اور سات