فېصل آباد 13 مئي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې حكومت به د بې وسه، بې دركه او نظر انداز يتيم ماشومانو مرسته كوونكې جوړېږي او دې لپاره اقدامات كولې شي، په ټولو ښارونو كښې به سټريټ چلډرنز لپاره چائلډ پروټېكشن اېنډ وېلفيئر بيوروز جوړولې شي. ده دا خبرې د اختر په ورځ په فېصل آباد كښې د چائلډ پروټېكشن اېنډ وېلفيئر بيورو د دورې په مهال ماشومانو ته د ډالې وركولو نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې. وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل چې د احساس پروګرام له مخې په وړومبي ځل د 45 زره نه كم امدن لرونكو كورنيو د انډرګرېجوېټ ماشومانو لوړو زده كړو لپاره 50 زره سكالرشپ وركولې شي. ده ووئيل چې د احساس كفالت پروګرام په نوې سروے كښې د مستحقينو شمېره د 4 نه 7 مليونو ته رسولې شي. دغسې ځوانانو لپاره قرض هم اسانولې شي. ده ووئيل چې حكومت به د بې وسه، بې دركه او نظر انداز يتيم ماشومانو مرسته كوونكې جوړېږي او دې لپاره اقدامات كولې شي.
حكومت به د بې وسه، بې دركه او نظر انداز يتيم ماشومانو مرسته كوونكې جوړېږي او دې لپاره اقدامات كولې شي. د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے نتائج